دا ټیاټرد “تنهایی” تر نوم لاندې له درد څخه د خلاصون پټه درملنه په ګوته کوي. دا پروګرام داسې کیسې شریکوي چې په افغانستان کې د رواني ناروغیو مسئلې روښانه کوي او د دې ناروغیو د لرې کولو لپاره مناسبه حل لار ګوري. دا ټیاټر لوبغاړي او لیدونکي د اوښکو او خندا ګډ سفر سره یوځای کوي. دا ټیاټر شاوخوا ۱۵ ځله په کابل، هرات، بامیان او مزار شریف ولایتونو کې نندارې ته وړاندې شوي چې شاوخوا ۲۶۴۰ لیدونکو په کې ګډون کړی وو.