تخنیکي سرچینې

تر ناورین وروسته د ښه ویده کېدو لپاره لس ټکي

که تاسو تروماتیکې پېښې تجربه کړې وي، حتی وېروونکي خوبونه وینئ او یا هم همغه صحنه په وار وار ستاسو په ذهن کې ترسیمېږي. خو کله چې تاسو له خپلې کورنۍ، دوستانو، متخصصینو سره د خپلو تجربو په اړه د خبرو فرصت مومئ، دا ستونزه د وخت په تېرېدو کمېږي.

د هغو کورنیو لپاره لس ټکي چې له اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي

سختې ورځې له ځانه سره فرصتونه هم راوړي ترڅو د کورنۍ ټول غړي سره راټول شوي او د مهمو څېزونو په قدر باندې پوه شي.

ماتم او له لاسه ورکول

د عجیب ښکارېدو له امله، کله کله یو شخص ډاډمن نه وي چې هغوی ویرجن دي. ښايي هغوی نورمال ژوند ولري او دا به د تعجب ځای وي چې ولې هغوی د ډېر غم او درد احساس نه لري. که څه هم ژړا، عاطفي درد او ستړتیا ډېرکله د ویر او غم د نښو په توګه ګڼل کېږي، خو ښايي یو څوک د چا له لاسه ورکولو له امله کاملا بل ډول ورنځېږي.

د جګړې سیمو اړوند سټرس پيداکوونکي غبرګونونه: هغه څه چې باید پرې وپوهېږو تر سانحې وروسته د سټرس اختلال ملي مرکز معلوماتي پاڼه

تروما هغو پېښو ته ویل کېږي چې په هغې کې یو شخص داسې ګڼي چط امکان لري مړ شي یا شدید ټپي یا زیانمن شي، یا هم هغه پېښې چې یو شخص یې د رامنځته کېدو شاهد وي او یا نور ته ددغو پېښو د پایلو شاهد وي.

ټولنه کې له تاوتریخوالي وروسته ویر سره مقابله

ترډېره د ټولنې غړي اړتیا لري چې سره راټول شي او څوک چې مړ شوی هغه ته درناوی وکړي او په مرګ کې داسې مفاهیم ولټوي چې هر یو یې د ټولنې غړو سره د هغوی په ښه کېدو کې مرسته وکړي. خلک کېدای شي په ګډه پرېکړه وکړي چې یو یادګار جوړ کړي ترڅو د هغې په لیدلو سره دا ورته وریاده شي چې هېڅکله بیا دا ډول تاوتریخوالي ته په ټولنه کې اجازه ورنکړي. دا شايي له هغوی سره مرسته وکړي چې هوډمن شي په راتلونکي کې اختلافونه په بل ډول حل کړي – د مثال په توګه په ټولنه کې د یوې مشورتي ډلې په جوړولو یا د یوه محلي رهبر ټاکلو سره چې په راتلونکي کې د قانون پلي کوونکو ادارو او نورو دولتي ادارو سره د یوه ارتباط رامنځته کوونکي شخص په توګه عمل وکړي.