رواني روغتیا، ښه ژوند

د افغانستان فکري آرامتیا د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي یو ملي کمپاین دی چې د رواني سلامتیا په تړاو پیغامونه او ابزار له خلکو سره شریکوي.
د افغانستان ټول خلک له درد او رنځ سره آشنا دي. په داسې حال کې چې موږ له دغو دردونو د خلاصون روشونه مشخص کړي، خو د څو لسیزې جګړې د جانبي عوارضو په سبب، په ټوله کې د افغانستان ټولنه علاقمندي نه لري چې په غم، اضطراب او تروما اعتراف وکړي. افغانستان کې د رواني روغتیا اساسي حمایتي میکانیزمونه نشته. موږ د افغانستان فکري آرامتیا (PoMA) کمپاین، ددغې لویې معما د یوې برخې په توګه تاسو ته درپېژنو ترڅو افراد، کورنۍ، ټولنې او په ټوله کې ټول هېواد وهڅول شي او له واقعي رواني ستونزو چې میلیونونه کسان ورسره مخامخ دي، سم درک پیدا کړي.
د افغانستان ټولو خلکو تروما او ضایعه تجربه کړې ده. یا یې په مستقیم ډول په خپلو سترګو لیدلي، یا یې په خپلو غوږونو اورېدلي او په بدن یې حس کړي او یا هم په غیر مستقیم ډول د کیسو او ورځنیو خبرونو له لارې د تروما او ضایعې شاهدان دي. څنګه له غم او تروما سره مبارزه وکړو؟ تاسو له تروماتیکو او د ویر له تجربو سره څنګه چلند کوئ؟ پوهېږو چې موږ د افغانستان خلک د نړۍ ترټولو ارتجاعي خلکو له ډلې یو او پر دې حقیقت افتخار کوو، خو که خپلې رواني روغتیا ته پام ونکړو، ددغه ارتجاعیت قیمت به څه وي؟
موږ اکثرا خپلې روانی سلامتیا ته لومړیتوب نه ورکوو. موږ د فکر کولو لپاره ډېر شیان لرو – له اولادونو مراقبت، پوهنتون او وظیفې ته تګ، د کار موندل، د ډېرو پیسو ګټل، د کورنۍ روغتیايي ستونزو ته رسېدګی کول، له ترافیکي ګڼې ګوڼې سره سره پر وخت رسېدل، زموږ د هېواد سیاسي موضوعات. دا ټول هغه شیان دي چې موږ یې په اړه فکر کوو او زموږ د ذهن او روان روغتیا ترې اغېزمنېږي. خو اکثر دا حقیقت له پامه غورځوو چې روانی او فزیکي سلامتیا زموږ د ژوند اساس جوړوي. 
This image has an empty alt attribute; its file name is Kabul-mountain.jpg

افغانستان فکري آرامتیا یعنې څه؟

سوله له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې له مطرح بحثونو ده. دا بحثونه پر داسې ننګونو راڅرخي چې د هېواد پروړاندې شتون لري – نه یوازې افغانستان کې د سراسري سولې تامین، بلکه د افغانستان هر وګړی باید په فردي توګه سوله تجربه کړي. په دغه مهم پړاو کې، د افغانستان فکري آرامتیا (پوما) له دغه ملي ډیالوګ سره یوځای شوې. زموږ کار ترډېره د سولې رامنځته کېدو او ساتلو پروړاندې پر ننګونو راڅرخي.
په افغانستان کې د رواني ستونزو عمده عامل د څو لسیزو جګړو دوام او د ثبات نشتوالی دی. سوله زموږ له ذهن او زموږ له کورونو پيلېږي. که موږ په خپل چاپيریال کې سوله غواړو، باید له ځانه یې پیل کړو، خپل ژوند سم کړو او سوله په خپلې کورنۍ، محلې او ټولنې او په نهایت کې په خپل ذهن کې سوله رامنځته ړو.

کله چې تاسو له ځان سره سوله وکړئ،
نورو سره هم سوله کوئ.

روان یوازې ستاسو ماغزه نه دي، بلکه زړه، نظر، ارزښتونه او ستاسو چلند هم پکې شاملېږي. یو سالم ذهن کولی شي د احساساتو، روان او ټولنې پر روغتیا اغېز وشیندي او برعکس یو ناروغ ذهن هم یاد شوي موارد متاثره کوي. 
رواني روغتیا، د ناروغۍ په پرتله ترډېره دغه ډول سلامتیا ته اشاره ده. ځکه، د فکر څرنګوالی زموږ پر احساس او عمل اغېز غورځوي. همداراز دا ټاکي چې څنګه خپل اسټرس کنټرول کړو، نورو سره چلند وکړو او د خپل ژوند په اړه پرېکړه وکړو. روغ ذهن دقیقا د روغ بدن په اندازه اهمیت لري ترڅو موږ وکولی شو خپل بالقوه ظرفیتونه تشخیص کړو. له موږ سره مرسته کوي چې د ژوند له عادي اسټرس سره مبارزه وکړو، په دفتر او ښوونځي کې فعال واوسو او د ټولنې د یوه غړي په توګه خپل رول په سمه توګه ترسره کړو. 
متاسفانه د افغانستان اکثره اوسېدونکي له خفګان او اضطراب سره ښه آشنا دي. اساسي علت یې دا دی چې هېڅکله رواني روغتیا ته هغومره چې لازمه ده اهمیت نه دی ورکړل شوی. دا سخته ده چې افغانستان کې د رواني ستونزو د پراختیا کچه وسنجوو، ځکه چې په دې تړاو ډېر کمې شمېرې موجودې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلي شمېرو له مخې د افغانستان له یو میلیون ډېر وګړي له کلینکي خفګان څخه رنځېږي او تر ۱،۲ میلیونو ډېر په اضطراب اخته دي. په دې معنا چې افغانستان کې له هرو پنځو کسانو یو یې په روانی ستونزو اخته دی. خو احتمال لري چې حقیقي شمېرې تردې هم لوړې وي. نو په دې توګه، زموږ مبارزه ددغه داستان یوه برخه ده، ټوله کیسه نه ده.
افغانستان له درده ډک هېواد دی. درد یو واقعیت دی او هیله هم ده. موږ د افغانستان خلک ارتجاعي خلک یو. په داسې حال کې چې ددغه ارتجاعیت قیمت پرې کوو. کله چې موږ خپل احساسات ځپو او دا کار په تکرار سره ترسره کوو، د د التیام یا رغېدو  پروسه ورو کېږي. کله چې له فزیکي پلوه ناروغ یو او ښه احساس نه لرو، د طبي مرستې په لټه کې کېږو، نو کله چې زموږ د رواني روغتیا مساله مطرح کېږي ولې شرمېږو او دا کار نه ترسره کوو؟
ټولو نه، خو موږ ډېرو له شوک، غم او تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره خپل داخلي میکانیزمونه جوړ کړي. همداراز د روان د روغتیا په اړه د نه پوهاوي او له ټولنې د شرم په سبب لا هم دغې ستونزې ته رسیدګي نه ده شوې. لا هم خپلو احساساتو په اړه ریښتونې خبرې کول او د مراقبتونو او درملنې ترلاسه کولو هڅې د منلو نه دي – حتی شرم ګڼل کېږي – او سبب کېږي چې زموږ ډېر خلک پټه خوله ورنځېږي. یوه بله ننګونه چې ددغه کار موثریت کموي دا ده چې رواني روغتیا ته ځانګړې شوې مالي منابع ډېرې کمې دي او په نامناسب ډول ویشل شوي. البته د افغانستان په څېر هېواد کې مشکل له ډېرېدونکي تاوتریخوالي رامنځته کېږي، په دې معنا چې دلته د روحي رنځ په پرتله تل فزیکي زخمونو ته ډېر پام کېږي. 
افغانستان کې د رواني ستونزو ډېرېدل – او د شته روغتیايي مراقبتونو په اړه د خلکو پوهاوي کې د لویې تشې شتوالی – رواني ستونزې په یوه عام مشکل بدل کړی، داسې چې موږ ټول ترې متاثره شوي یو. دا ستونزه جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
This image has an empty alt attribute; its file name is Kabul-mountain_2.jpg