د پایلو پرمهال مقابله:

  • واورئ هغوی ته فرصت برابر کړئ چې د خپلو له لاسه ورکړو په اړه خبرې وکړي او مسایل له زړه رابهر کړي. د ملګري په اړه یې پرانستې پوښتې مطرح کړئ او پرېږدئ چې څه رامنځته کېږي. متوجه اوسئ چې قضاوت ونه کړئ او د هغوی د ستونزې د حل په لټه کې مه اوسئ.
  • خلکو ته ددې خبرې له کولو ډډه وکړئ چې باید مخته لاړ شي – له ماتم او غم نه د وتلو لپاره کوم ځانګړی وخت نشته او دا مساله چې د ماتم احساسات هغسې چې نور یې په اړه فکر کوي چې په یوه خاص وخت کې لرې شي، کولی شي ماتم لرونکي شخص ته ډېر ناراحته کوونکی او ناسم وي.
  • “پوهېږم چې څه احساس لرئ” ویلو ډډه وکړئ. “اکثره خلک فکر کوي چې دا ډول خبرې د همدردۍ احساس رامنځته کوي، خو هېڅوک دقیقا نه پوهېږي چې مقابل لوری څه حس لري او داسې ویل ښايي د بې اعتبارۍ حس رامنځته کړئ. 
  • وپوښتۍ چې څنګه کولی شئ مرسته وکړئ د ډوډۍ راوړلو وړاندیز وکړئ، د شپې ډوډۍ تیاره کړئ او یا هغوی ته یې راوړئ، یا له ماشومانو او مشرانو سره مرسته وکړئ. داسې کار ترسره کړئ چې کولی شي د نورو سټرس تسکین کړي. د جنازې دفن /مراسمو/ د تلین مراسمو یا فاتحه کې ونډه واخلئ. 
  • له ځان څخه ساتنه وکړئ کله چې څوک یا کوم شی له لاسه ورکړل شي، حیاتي او بیړنۍ کار دا دی چې تاسو یې د پایلو پرمهال له خانه مراقبت وکړئ. 
    • خوب
    • خوړل 
    • ژورنال 
    • له کورنۍ، دوستانو، د ټولنې له غړو سره خبرې کول 
    • په طبیعي حالت کې واوسئ
    • مختلفو ځایونو یا فضا ته لاړ شئ
  • په یاد ولرئ چې هرڅوک په خپل روش له ماتم او غم سره لاس او ګرېوان وي؛ تر هغه چې تاسو ځان او نور خلک له خطر سره مخامخ نه کړئ، د ویر ناسمه لاره نشته. 
  • د مړو شویو اشخاصو د “وروستیو هیلو” په اړه فکر وکړئ

 د ویر نښې

د عجیب ښکارېدو له امله، کله کله یو شخص ډاډمن نه وي چې هغوی ویرجن دي. ښايي هغوی نورمال ژوند ولري او دا به د تعجب ځای وي چې ولې هغوی د ډېر غم او درد احساس نه لري. که څه هم ژړا، عاطفي درد او ستړتیا ډېرکله د ویر او غم د نښو په توګه ګڼل کېږي، خو ښايي یو څوک د چا له لاسه ورکولو له امله کاملا بل ډول ورنځېږي. 
دلته وینئ چې له لاسه ورکولو وروسته ویر او غم څنګه ځان راښکاره کوي. په یاد ولرئ چې ویر غالبا درې برخې لري: جسمي، احساسي او اجتماعي.
معلومات له دغو سرچینو اخیستل شوي دي
Information adapted from 

https://www.accreditedschoolsonline.org/resources/managing-grief/

https://www.learnpsychology.org/now/grief/